Landscape MP4 Vertical MP4

سورت سبأ — آیت 33 (پښتو) — ویډیو

سبأ • آیت نمبر 33 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا بَلْ مَكْرُ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ إِذْ تَأْمُرُونَنَا أَنْ نَكْفُرَ بِاللَّهِ وَنَجْعَلَ لَهُ أَنْدَادًا ۚ وَأَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ وَجَعَلْنَا الْأَغْلَالَ فِي أَعْنَاقِ الَّذِينَ كَفَرُوا ۚ هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 33
ترجمه:
او كمزور كړى شوي كسان به هغو كسانو ته ووايي چې تكبر به يې كاوه: (داسې نه وه) بلكې (دا ستاسو) د شپې او ورځي مكر (او فریب) و، كله چې به تاسو مونږ ته حكم كاوه چې مونږ په الله سره كافران شو او د هغه لپاره مونږ شریكان پیدا كړو او دوى (ټول) به پښېماني پټه كړي۔ كله چې دوى عذاب وویني او مونږ به ځنځيرونه د كافران شویو كسانو په غاړو (څټونو) كې واچوو، ۔دوى ته بدله نه وركول كېږي مګر د هغو عملونو چې دوى به كول سبأ ۳۴:۳۳
تفسیر:
او هغه پېرو خلک چې خپلو سردارانو کمزوري کړي وو، خپلو له حقه لويي کوونکو مشرانو ته وويل: بلکې ستاسې شپه او ورځ چل موږ له لارښوونې را ګرځولي وو، کله چې تاسې پر الله د کفر او له هغه پرته د مخلوقاتو د لمانځلو امر راته کولو، هغوی به پښېماني ښکاره کړي پر هغه کفر چې په دنيا کې پرې وو، کله چې عذاب وويني او پوه شي چې سزا ورکول کيږي، او موږ د کافرانو په غاړو کې ځنځيرونه ور اچولي، هغوی ته دغه سزا يوازې له دې امله ورکول کيږي چې په دنيا کې يې له الله پرته د نورو عبادت کولو او ګناهونه يې ترسره کول.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ سبأ • آیت 32 راتلونکې سبأ • آیت 34