Landscape MP4 Vertical MP4

سورت سبأ — آیت 36 (پښتو) — ویډیو

سبأ • آیت نمبر 36 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ 36
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زما رب رزق فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي سبأ ۳۴:۳۶
تفسیر:
ای رسوله! دغو خلکو ته چې په ورکړل شويو نعمتونو غرور کوونکونکي دي ووايه: زما پالونکی چې پاک او لوړ دی چاته چې وغواړي روزي يې د ازمويښت په ډول پراخوي چې آيا شکر کوي او که کفر، او چاته چې وغواړي د ازموينې په ډول يې روزي تنګوي چې آيا صبرکوي او که په غوسه کيږي؟ خو ډېری خلک په دې نه پوهيږي چې الله حکيم دی، هيڅ امر نه اندازه کوي مګر د يو لوړ حکمت له مخې، څوک چې پرې پوه شوي هغه پرې پوه شول خو څوک چې ترې جاهل شوي هغه ترې جاهل شول.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ سبأ • آیت 35 راتلونکې سبأ • آیت 37