Landscape MP4 Vertical MP4

سورت سبأ — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

سبأ • آیت نمبر 5 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ سَعَوْا فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُولَٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مِنْ رِجْزٍ أَلِيمٌ 5
ترجمه:
او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې (د باطلولو) كوشش كوي، په دې حال كې چې (په خپل ګمان الله لره) عاجزه كوونكي وي۔، دغه كسان (چې دي) د دوى لپاره له بد عذاب نه ډېره دردونكې سزا ده سبأ ۳۴:۵
تفسیر:
او هغه کسان چې زموږ د نازل کړو آيتونو د باطلولو هڅې يې کړې دي او په اړه يې ويلي: چې دا کوډې دي او زموږ د رسول په اړه يې ويلي: کاهن، کوډګر او شاعر دی، پر دغو صفتونو متصفو خلکو لره د قيامت په ورځ ترټولو بد او سخت عذاب دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ سبأ • آیت 4 راتلونکې سبأ • آیت 6