Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فاطر — آیت 18 (پښتو) — ویډیو

فاطر • آیت نمبر 18 (ټولې 45 آيتونه) • پښتو


وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۚ وَإِنْ تَدْعُ مُثْقَلَةٌ إِلَىٰ حِمْلِهَا لَا يُحْمَلْ مِنْهُ شَيْءٌ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىٰ ۗ إِنَّمَا تُنْذِرُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَيْبِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ ۚ وَمَنْ تَزَكَّىٰ فَإِنَّمَا يَتَزَكَّىٰ لِنَفْسِهِ ۚ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ 18
ترجمه:
او هېڅ پورته كوونكى د بل د ګناه بار نه پورته كوي او كه دروند بارى خپل بار ته (بل څوك) راوبولي (، نو) له هغه نه به هېڅ شى وانه خستى شي اګر كه د خپلوۍ والا هم وي۔، بېشكه همدا خبره ده چې ته يواځې هغه كسان وېروې چې له خپل رب نه په غیبو سره خشیت (او وېره) كوي او لمونځ قايموي۔ او هغه څوك چې پاكي حاصلوي، نو همدا خبره ده چې هغه د ځان (د فايدې) لپاره پاكي حاصلوي اوخاص الله ته بېرته ورتله دي فاطر ۳۵:۱۸
تفسیر:
او هيڅ ګناهګار نفس به د بل ګناهګار نفس، ګناه نه شي اخېستی، بلکې هر ګناهګار نفس به خپله ګناه وړي، که چېرې د خپلو ګناهونو د بار له امله دروند کړل شوی تن څوک را وبولي چې د هغه له ګناهونو څه پر غاړه واخلي، نو د هغه له ګناهونو به هيڅ هم ترې وا نه شي اخېستلای، که څه هم را بلل شوی د هغه خپل وي، او ای رسوله! ته يوازې د الله له عذابه هغه کسان وېرولای شې چې له خپل پالونکي يې ډاريږي او په بشپړ ډول لمونځ کوي، همدوی ستا له وېرونې ګټه پورته کولای شي، او څوک چې له ګناهونو پاک شو چې تر ټولو لويه يې شرک دی، نو هغه د خپل ځان لپاره پاکيږي، ځکه ګټه يې همده ته ورګرځېدونکې ده، الله د هغه له پيروۍ بې پروا دی، او د قيامت په ورځ الله ته د حساب او بدلې لپاره ورګرځېدل دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فاطر • آیت 17 راتلونکې فاطر • آیت 19