او دوى به ووايي: ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي چې زمونږ نه يې غم (خفګان) ختم كړ، بېشكه زمونږ رب خامخا ډېر بخښونكى، بې حده قدردان دى فاطر ۳۵:۳۴ ⧉
تفسیر:
او هغوی به جنت ته له ننوتلو وروسته وايي: ټولې ستاينې دکمال هغه الله لره دي چې له موږ يې خپګان لېرې کړ، د هغه څه له امله چې موږ يې اور ته له ننوتلو ډارېدلو، بېشکه زموږ پالونکی له خپلو بندګانو د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې توبه وباسي، د هغوی د پيروۍ منونکی دی.