Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فاطر — آیت 37 (پښتو) — ویډیو

فاطر • آیت نمبر 37 (ټولې 45 آيتونه) • پښتو


وَهُمْ يَصْطَرِخُونَ فِيهَا رَبَّنَا أَخْرِجْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا غَيْرَ الَّذِي كُنَّا نَعْمَلُ ۚ أَوَلَمْ نُعَمِّرْكُمْ مَا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَنْ تَذَكَّرَ وَجَاءَكُمُ النَّذِيرُ ۖ فَذُوقُوا فَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ نَصِيرٍ 37
ترجمه:
او دوى به په دغه (دوزخ) كې چغې سورې وهي، (وايي به:) اى زمونږه ربه! ته مونږ راوباسه، مونږ به نېك عمل وكړو غیر له هغه عمل نه چې مونږ به كاوه۔، او ایا مونږ تاسو ته دومره عمر نه و دركړى چې په هغه كې پند اخلي هر هغه څوك چې پند اخيستل غواړي، او تاسو ته وېروونكى هم راغلى و۔، نو تاسو (اوس عذاب) وڅكئ، پس د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكى نشته فاطر ۳۵:۳۷
تفسیر:
او هغوی به په خپلو لوړو آوازونو چېغې پکې وهي د مرسته غوښتونکو په توګه به وايي: ای زموږ پالونکيه! موږ له اوره وباسه، د هغه څه خلاف نېک عمل به وکړو چې په دنيا کې پکې وو، تر څو ستا خوښي تر لاسه کړو، ستا له عذابه خوندي شو، خو الله به هغوی ته ځواب ورکوي: آيا تاسو مو داسې نه وئ ګرځولي چې دومره عمر مو ژوند کولو چې که چا نصيحت ترلاسه کول غوښتلای پکې ترلاسه کولای یې شوای، نو الله ته به يې توبه اېستلې وای او نېک عمل به يې کړی وای، او تاسو لره د الله له عذابه وېروونکی رسول هم راغلی و؟! نو اوس تاسو لره کوم حجت نشته، او نه له دغه هر څه وروسته کوم عذر شته، د اور عذاب وڅکئ، نو هغه ظالمان چې د کفر او ګناهونو له امله يې پرځانو ظلم کړی هغوی لره نه کوم مرستندوی شته چې د الله له عذابه يې وباسي او يا يې له هغوی سپک کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فاطر • آیت 36 راتلونکې فاطر • آیت 38