Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یس — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

یس • آیت نمبر 19 (ټولې 83 آيتونه) • پښتو


قَالُوا طَائِرُكُمْ مَعَكُمْ ۚ أَئِنْ ذُكِّرْتُمْ ۚ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ مُسْرِفُونَ 19
ترجمه:
دغو (پېغمبرانو) وویل: ستاسو بدفالي له هم تاسو سره ده، ایا نو كه تاسو ته پند دركړى شي (نو تاسو دغه ته بدفالي وایئ؟) بلكې تاسو له حده تېرېدونكى قوم یئ یس ۳۶:۱۹
تفسیر:
رسولانو پر هغوی د رد په توګه وويل: بدپالي مو پر تاسو لازمه ده ستاسو پر الله د کفر او د هغه د رسول د پيروۍ د پرېښودو له امله، ايا تاسو بدپالي نيسئ که موږ الله در په ياد کړو؟ بلکې تاسو داسې قوم ياست چې د کفر او ګناهونو په ترسره کولو کې له بريده اوړئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یس • آیت 18 راتلونکې یس • آیت 20