Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یس — آیت 25 (پښتو) — ویډیو

یس • آیت نمبر 25 (ټولې 83 آيتونه) • پښتو


إِنِّي آمَنْتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُونِ 25
ترجمه:
بېشكه زه چې یم، ما ستاسو په رب ایمان راوړى دى، نو تاسو (ټول) زما (دا خبره) واورئ یس ۳۶:۲۵
تفسیر:
بېشکه ای زما قومه! ما پر خپل او ستاسو ټولو پر پالونکي ايمان راوړی، نو زما واورئ، زه د هغه قتل پروا نه لرم د هغه څه چې تاسو مې پرې کواښئ، د هغه قوم بل څه نه و مګر دا چې هغه يې ووژلو، نو الله جنت ته ننه اېستی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یس • آیت 24 راتلونکې یس • آیت 26