Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یس — آیت 33 (پښتو) — ویډیو

یس • آیت نمبر 33 (ټولې 83 آيتونه) • پښتو


وَآيَةٌ لَهُمُ الْأَرْضُ الْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَاهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ 33
ترجمه:
او د دوى لپاره یوه لویه نښه مړه (وچه كلكه) ځمكه ده، چې مونږ هغه ژوندۍ كړه او له هغې نه مونږ دانې راووېستې، نو د دغو (دانو) ځنې دوى خوراك كوي یس ۳۶:۳۳
تفسیر:
داښه دلیل دی دقیامت نه منونکوته په حقانیت دقیامت چې په دې وچه کلکه ځمکه مو له آسمانه باران را و وراوه، نو ډول ډول شینکي مو پرې را شنه کړل او قسما قسم دانې مو پرې را وویستلې ددې دپاره چې خلک یې وخوري، نو هغه چا چې دا ځمکه یې د باران په را ورولو او شینکیو په شنه کولو ژوندۍ کړې ځواکمن دی په ژوندي کولو د مړو او په دوباره پاڅون د هغوی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یس • آیت 32 راتلونکې یس • آیت 34