او كه مونږ وغواړو (نو) دوى به غرق كړو، بیا به دوى لپاره نه هېڅ فریادرس وي او نه به دوى له غرقېدونه خلاصول كېږي یس ۳۶:۴۳ ⧉
تفسیر:
او که چېرې مونږ د دوی ډوبول غوښتلی نو ډوب کړي به مو وی، نو هیڅ چیغه اورېدونکی به یې چیغه وا نه وري که چېرې مونږ یې ډوبول غوښتل، او نه به هېڅ ژغورونکي ژغورلی وای کله چې زمونږ په امر او پرېکړه ډوب شوي وو.