Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یس — آیت 52 (پښتو) — ویډیو

یس • آیت نمبر 52 (ټولې 83 آيتونه) • پښتو


قَالُوا يَا وَيْلَنَا مَنْ بَعَثَنَا مِنْ مَرْقَدِنَا ۜ ۗ هَٰذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَٰنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ 52
ترجمه:
دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! مونږ له خپل خوب ځاى نه چا راپاڅولو؟ (جواب به وركړى شي) دا هغه (ژوندون) دى چې رحمٰن يې وعده كړې وه او رسولانو رښتیا ویلي وو یس ۳۶:۵۲
تفسیر:
دغه په پاڅون کفر کوونکي دروغجنونکي به په داسې حال کې وایي چې پښیمانه به وي: ای زمونږ زیانه، څوک دی هغه چې مونږ یې له قبرونو څخه پاڅولو؟! نو ځواب به ورته وویل شي: دا هغه ژمنه ده چې الله کړې بېشکه واقع کېدونکې ده، او پېغمبرانو رښتیا ویلي وو په هغه څه کې چې د خپل رب لخوا یې رسولې وو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یس • آیت 51 راتلونکې یس • آیت 53