او مونږ ده ته شعر نه دى ښودلى او نه دا له ده سره ښايېږي، نه دى دا كتاب مګر نصیحت دى او بیانوونكى قرآن دى یس ۳۶:۶۹ ⧉
تفسیر:
او مونږ نه محمد صلی الله علیه وسلم ته شعر ښوولی ؤ او نه ورسره ښایي؛ ځکه چې د ده په طبیعت کې نشته او د ده مزاج یې نه غواړي، څو ستاسو دا دعوه درسته شي چې شاعر دی، هغه څه چې مونږ ورښوولي نه دي پرته له ذکر او څرګند قرآن څخه د هغه چا لپاره چې سوچ پرې کوي.