Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یس — آیت 79 (پښتو) — ویډیو

یس • آیت نمبر 79 (ټولې 83 آيتونه) • پښتو


قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ 79
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: دا به هغه ذات راژوندي كوي چې دا يې اول ځلې پیدا كړي دي، او هغه په خپل مخلوق باندې ښه عالم دى یس ۳۶:۷۹
تفسیر:
ورته په ځواب کې وایه -ای محمده-: دا خاورې شوي هډوکي به هغه څوک را ژوندي کوي چا چې لومړي ځل پېدا کړي وو، نو چا چې په لومړي ځل پېدا کړي هغه یې د ژوند بېرته ورګرځولو څخه نه ناتوانه کېږي، او هغه سپېڅلی په هر ډول پېدایښت ښه پوهه دی، هېڅ شی ترینه نشي پټېدلای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یس • آیت 78 راتلونکې یس • آیت 80