Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یس — آیت 83 (پښتو) — ویډیو

یس • آیت نمبر 83 (ټولې 83 آيتونه) • پښتو


فَسُبْحَانَ الَّذِي بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ 83
ترجمه:
نو پاكي ده هغه (الله) لره چې خاص د هغه په لاس كې د هر شي باچاهي ده او خاص هغه ته به بېرته بېولى كېږئ یس ۳۶:۸۳
تفسیر:
نو الله پاک او سپېڅلی دی له هغه ناتوانۍ څخه چې مشرکان یې ورته منسوبوي، نو هغه لره خو د ټولو شیانو پاچایي ده لاسوهنه پکې کوي څرنګه چې وغواړي، او د ده په لاس کې د هر شي کلیګانې دي، او یوازې همده ته په آخرت کې ورګرځول کېږئ، نو تاسو ته به ستاسو د کړنو بدله درکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یس • آیت 82 راتلونکې الصافات • آیت 1