Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الصافات — آیت 102 (پښتو) — ویډیو

الصافات • آیت نمبر 102 (ټولې 182 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَىٰ فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرَىٰ ۚ قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ۖ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ 102
ترجمه:
نو كله چې هغه (هلك) له ده (خپل پلار) سره منډې وهلو ته ورسېده، ويې ويل: اى زما خوږه زویه! بېشكه زه په خوب كې وینم داسې چې بېشكه زه تا ذبحه كوم، نو ته وګوره چې ستا څه رايه ده؟ هغه وویل: اى زما پلار جانه! ته هغه كار وكړه چې تا ته يې امر كول شي، ژر ده چې كه الله وغواړي، ته به ما له صبر كوونكو ځنې ومومې الصافات ۳۷:۱۰۲
تفسیر:
کله چې اسماعيل ځوان شو او د ځان او پلار هڅه يې درک کړه، پلار يې ابراهيم خوب وليدی او د نبيانو خوب وحي وي، ابراهيم خپل زوی ته د دغه خوب له مفهومه په خبرولو وويل: اې زويکیه! زه دې په خوب وينم چې زه تا ذبحه کوم، نو وګوره ته په دې اړه څه نظر لرې؟ اسماعيل خپل پلار ته په ځواب ورکولو وويل: اې پلار جانه! ترسره کړه هغه څه چې الله زما د ذبحه کولو امر درته کړی دی، که الله غوښتل ته به مې د الله په پرېکړه له زغمونکو او خوښو ومومې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الصافات • آیت 101 راتلونکې الصافات • آیت 103