نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې ایا دوى د تخلیق په لحاظ ډېر سخت دي، یا هغه چې مونږ پیدا كړي دي؟، بېشكه مونږ دوى له سرېښناكې خټې نه پیدا كړي دي الصافات ۳۷:۱۱ ⧉
تفسیر:
نو -ای محمده- پوښتنه وکړه له بعث (پاڅون) څخه منکرو کافرانو څخه: آیا دوی په پېدایښت کې سخت دي او په تنو کې ځواکمن دي او په غړو کې ستر دي له هغو څخه چې مونږ کوم آسمانونه او ځمکه او ملائکې پېدا کړي؟ مونږ دوی پېدا کړي له سرېښناکې خټې څخه، نو څرنګه له بعث (پاڅون) نه انکار کوي، په داسې حال کې چې دوی له یو کمزوري مخلوق څخه پېدا شوي چې هغه سرېښناکه خټه ده؟.