ته (دوى ته) ووایه: هو! په داسې حال كې چې تاسو به ذلیل هم یئ الصافات ۳۷:۱۸ ⧉
تفسیر:
دوی ته په ځواب کې ووایه -ای محمده-: هو، را پاڅئ به تاسو پس له دې چې خاورې او زاړه هډوکې وګرځئ او ستاسو لومړني پلرونه به هم را پاڅي، ټول به را پاڅئ په داسې حال کې چې خوار او ذلیل به یاست.