Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الصافات — آیت 22 (پښتو) — ویډیو

الصافات • آیت نمبر 22 (ټولې 182 آيتونه) • پښتو


احْشُرُوا الَّذِينَ ظَلَمُوا وَأَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوا يَعْبُدُونَ 22
ترجمه:
(الله به ملايكو ته ووايي:) تاسو راټول كړئ هغه كسان چې ظلم (شرك) يې كړى دى او د دوى جوړې (د عقیدې ملګري) او هغه څه چې دوى به يې عبادت كاوه الصافات ۳۷:۲۲
تفسیر:
۲۲- ۲۳- او ملائکو ته به په دغه ورځ وویل شي: په شرک سره ظلم کوونکي مشرکان ظالمان او په شرک کې د دوی په شان خلک او په دروغجنولو کې د دوی ملګري راټول کړئ، او هغه بوتان چې دوی یې له الله پرته عبادت کولو، نو د اور لار ور وپېژنئ او ورته یې وښایئ، او هغې خوا ته یې ورټېله کړئ، بېشکه همدا یې د ورګرځېدو ځای دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الصافات • آیت 21 راتلونکې الصافات • آیت 23