او دوى وايي چې ایا یقینًا مونږ په رښتیا سره د یو لېوني شاعر له وجې نه خپل معبودان (خدایان) پرېښودونكي یو الصافات ۳۷:۳۶ ⧉
تفسیر:
او د خپل کفر لپاره به یې په دلیل نیوونکي حالت کې ویل: آیا د خپلو باطلو معبودانو عبادت د یو لیوني شاعر د وینا لپاره پرېږدو؟! پدې خبرې سره یې د الله رسول صلی الله علیه وسلم مقصد ؤ.