‚ حال دا چې الله تاسو او هغه عملونه چې تاسو يې كوئ، پیدا كړي دي الصافات ۳۷:۹۶ ⧉
تفسیر:
او الله تاسو پېدا کړي یاست او ستاسو کړنې هم هغه پېدا کړې دي او ستاسو له کړنو څخه دا بوتان هم دي، نو یوازې هغه د دې وړ دی چې عبادت یې وشي او بل څوک ورسره شریک ونه نیول شي.