بېشكه دا زما ورور دى، د ده نهه نوي (یو كم سل) ګډې (مېږې) دي او زما یوه ګډه (مېږه) ده، نو ده وویل: ته ما د دې كفیل (مالك) وګرځوه او په خبرو كې يې په ما غلبه كړې ده ص ۳۸:۲۳ ⧉
تفسیر:
یو له دوو جګړه مارو څخه داود ته وویل: بېشکه دا سړی زما ورور دی، نهه نوي مېږي لري، او زما یوه مېږه ده، نو ما څخه یې وغوښتل چې ده ته یې ورکړم، او په دلیل کې پر ما برلاسی شو.