(دغه قرآن) كتاب دى چې مونږه تا ته نازل كړى دى، بركتناك دى، د دې لپاره چې دوى د ده په ایتونو كې فكر وكړي او د دې لپاره چې د خالصو عقلونو والا ترې پند واخلي ص ۳۸:۲۹ ⧉
تفسیر:
بېشه دا قرآن داسې کتاب دی چې تاته مو نازل کړې او د ډېر خیر او ګټې والا دی، دې لپاره چې خلک یې په آیاتونو کې سوچ وکړي او په معناګانو کې یې فکر وکړي، او د پیاوړي او روڼ عقل خاوندان ترې درس واخلي.