Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ص — آیت 4 (پښتو) — ویډیو

ص • آیت نمبر 4 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَعَجِبُوا أَنْ جَاءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ ۖ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَٰذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ 4
ترجمه:
او دوى په دې وجه تعجب كوي چې دوى ته له همدوى ځنې یو وېروونكى راغى او كافرانو وویل: دا (پېغمبر) جادوګر دى، سخت دروغجن دى ص ۳۸:۴
تفسیر:
او په دې حیران شو چې کله ورته له خپلو څخه رسول راغی چې د الله له عذاب څخه یې وېرول که چېرې په خپل کفر پاتې شي، او کله چې کافرانو د هغه څه د ریښتنولۍ دلائل ولېدل چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي نو ویې ویل: دا سړی کوډګر دی په خلکو کوډې کوي، په خپله دې دعوا کې دروغجن دی چې د الله لخوا رسول دی او وحی ورته کېږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ص • آیت 3 راتلونکې ص • آیت 5