Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ص — آیت 6 (پښتو) — ویډیو

ص • آیت نمبر 6 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَانْطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَىٰ آلِهَتِكُمْ ۖ إِنَّ هَٰذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ 6
ترجمه:
او له دوى څخه (د كفارو) مشران لاړل، چې (ویل يې:) ځئ او په خپلو معبودانو ټینګ اوسئ، بېشكه دغه (توحید) خامخا یو داسې شى دى چې غوښتنه يې كولى شي (زمونږ نه) ص ۳۸:۶
تفسیر:
او سرداران او مشران یې ولاړل په داسې حال کې چې خپلو تابعدارانو ته ویونکي وو: په هغه څه (لاره) ځئ چې مخکې پرې وئ او د محمد په دین کې مه ننوځئ او د خپلو خدایانو پر عبادت ټینګ شئ، بېشکه هغه څه چې محمد ورته تاسو رابلي چې یوازې د یو خدای عبادت دی دا یو غرضي کار دی چې غواړي پر مونږ ځان لوړ کړي او مونږ د هغوی پېروان شو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ص • آیت 5 راتلونکې ص • آیت 7