Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ص — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

ص • آیت نمبر 9 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


أَمْ عِنْدَهُمْ خَزَائِنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ الْعَزِيزِ الْوَهَّابِ 9
ترجمه:
ایا له دوى سره ستا د رب د رحمت خزانې دي (هغه رب) چې ډېر غالب، عطا كوونكى دى؟ ص ۳۸:۹
تفسیر:
آیا دې دروغجنونکو مشرکانو سره ستا د هغه برلاسي رب چې هېڅوک پرې نشي برلاسی کېدلای د فضل خزانې دي؟ هغه ورکوي څه چې وغواړي چاته چې وغواړي، او د هغه د فضل د خزانو څخه نبوت (پېغمبري) ده، نو چاته چې خوښه وي ورکوي یې او دا (پېغمبري) د دوی په واک کې نده څو یې ورکړي هغه چاته چې د دوی خوښه وي او له چا چې وغواړي منعه یې کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ص • آیت 8 راتلونکې ص • آیت 10