الله یو مثال بیانوي، یو (غلام) سړى دى، په ده كې بدخویه په خپل مینځ كې ناسازه كسان شریكان دي او بل (غلام) سړى دى چې سالم (او پوره) د یو سړي دى، ایا دغه دواړه په حال كې سره برابر دي؟ ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي الزمر ۳۹:۲۹ ⧉
تفسیر:
الله تعالی د مشرک او موحد لپاره مثال بیانوي د یو مریي سړي چې د څو مخالفو شریکانو وي؛ که ځینې خوشاله کړي نور غصه کړي، نو هغه په حېرانتیا او ګډوډۍ کې وي، او بل سړی (مریی) د یو سړي وي، یوازې یې مالک وي، او د هغه مراد پېژني نو هغه په اطمینان او د زړه په آرامتیا کې وي، دا دواړه سړي سره برابر نه دي، ستاینه الله لره ده، بلکې زیاتره د هغوی نه پوهېږي، نو ځکه د الله سره نور شریکان نیسي.