نو كله چې انسان ته تكلیف ورسي (، نو) مونږ بلي، بيا چې كله ده ته مونږ له خپله جانبه نعمت وركړو (، نو) دى وايي: دا خو ما ته يواځې (زما) د علم په سبب راكړ شوى دى، بلكې دغه (وركړه) ازمېښت دى، او لېكن د دوى اكثره نه پوهېږي الزمر ۳۹:۴۹ ⧉
تفسیر:
کله چې کافر انسان ته ناروغي، بې وزلي یا د دې په شانته بل څه مصیبت ورسيږي، نو موږ رابولي ترڅو دغه رسېدلې ستونزه ترې لیرې کړو، بيا چې کله د روغتيا او مال پېرزوينه پرې وکړو، کافر وايي: دا الله زما د پوهې له امله راکړي دي چې زه يې وړ وم، خو سمه خبره دا ده چې دا ازميښت او استدراج دی، خو ډېری کافران په دغه نه پوهيږي، نو پر هغه څه غره کيږي چې الله پرې پېرزو کړي دي.