Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 5 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ ۖ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ ۖ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى ۗ أَلَا هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ 5
ترجمه:
هغه اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، هغه شپه په ورځ تاووي (نغاړي) او ورځ په شپه تاووي او هغه لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو مقرر كړى شوې نېټې ته روان دى، خبردار شئ! همغه ښه غالب، ښه بخښونكى دى الزمر ۳۹:۵
تفسیر:
آسمانونه او ځمکه یې د پوره حکمت لپاره پېدا کړي دي، نه عبث (چټي) لکه چې ظالمان وایي، شپه په ورځ کې ننباسي، او ورځ په شپه کې ننباسي، نو کله چې یو له دې دواړو راشي نو بل پټ شي، او لمر یې تابع کړی، او سپوږمۍ یې تابع کړې، هر یو له دې دواړو څخه تر یو ټاکلي وخت پورې ګرځي چې هغه د دې ژوند ختمېدل دي، خبر اوسئ هغه ذات چې پاکې ده ورلره، داسې برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو غچ اخلي، او هېڅوک پرې نشي برلاسه کېدلای، ډېر بخښونکی دی د هغو بندګانو د ګناهونو چې توبه وباسي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 4 راتلونکې الزمر • آیت 6