نو دغو (پخوانیو خلقو) ته د خپلو كړو عملونو بدۍ ورسېدلې او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى له دغو خلقو نه (چې قریش دي) ژر به دوى ته د دوى د كړو عملونو بدۍ ورسېږي او دوى (مونږ لره) عاجزه كوونكي نه دي الزمر ۳۹:۵۱ ⧉
تفسیر:
هغوی ته يې د شرک او ګناهونو بدو کړنو سزا ورسېدله، او له دغو حاضرو مشرکانو چې چا پر ځانونو د شرک او ګناهونو له امله ظلم کړی، هغوی ته به يې د بدو کړنو سزا ورسيږي، او له الله څخه به هيڅکله پاتې نه شي او نه به پرې برلاسي شي.