ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه ناامېده كېږئ، بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي، بېشكه دغه (الله)، هم دى ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى الزمر ۳۹:۵۳ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! زما هغو بندګانو ته ووایه چې د شرک او ګناهونو ترسره کولو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی: د الله له رحمت او خپلو ګناهونو له بښنې مه ناهيلې کېږئ، له شک پرته الله د هغه چا ټول ګناهونه بښي چې توبه وباسي، او بیشکه همغه توبه اېستونکو ته د ګناهونو څخه بښونکی او پر هغوی رحم کوونکی دی.