ته (دوى ته) ووایه: ایا نو تاسو ما ته حكم كوئ چې زه د غیر الله عبادت وكړم؟ اى جاهلانو! الزمر ۳۹:۶۴ ⧉
تفسیر:
اې رسوله! دغه مشرکان چې د بوتانو عبادت ته دې راګرځوي ورته ووايه: اې له خپل پالونکي ناپوهانو تاسو ماته امر کوئ چې له الله پرته د بل چا عبادت وکړم؟! حال دا چې د عبادت مستحق نه دی مګر یو الله، هيڅکله به له هغه پرته د بل چا عبادت ونه کړم