Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 74 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 74 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي صَدَقَنَا وَعْدَهُ وَأَوْرَثَنَا الْأَرْضَ نَتَبَوَّأُ مِنَ الْجَنَّةِ حَيْثُ نَشَاءُ ۖ فَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ 74
ترجمه:
او دوى به وايي: ټول د كمال صفتونه هغه الله لره خاص دي چې زمونږ سره يې خپله وعده رښتینې كړه او مونږ ته يې دغه ځمكه میراث راكړه، چې په دغه جنت كې مونږ ځاى نیسو، هر ځاى چې مونږ وغواړو، نو د (نېك) عمل كوونكو اجر ښه دى الزمر ۳۹:۷۴
تفسیر:
او مؤمنان چې کله جنت ته ننوزي وبه وايي: هغه الله لره ستاينه ده چې له موږ سره يې خپله هغه ژمنه رېښتينې کړه چې د رسولانو په خولو يې را سره کړې وه، او له موږ سره يې دا ژمنه کړې وه چې جنت ته به مو ننباسي او د جنت د ځمکې وارثان به مو ګرځوي، هلته به هغه ځای ته ځو چېرې چې تلل وغواړو، نو د هغو نېکوکړنو ترسره کوونکو لپاره څومره ښه بدله ده چې د خپل پالونکي لپاره يې کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 73 راتلونکې الزمر • آیت 75