بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره شریك ونیول شي او بخښي هغه (ګناهونه) چې له دې (شرك، كفر) نه كم دي، د چا لپاره چې يې وغواړي، او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ګمراه شو په ډېرې لرې ګمراهۍ سره النساء ۴:۱۱۶ ⧉
تفسیر:
یقینا الله تعالی نه بخښي دا چې شرک دې وکړی شي د هغه سره، بلکه همیشه به وي مشرک په اور کې، او بخښي ښکته له شرک څخه نور ګناهونه هر هغه چاته چې ویې غواړي په خپل رحمت او مهربانۍ سره، او څوک چې د الله تعالی سره څوک شریک کړي نو یقینا دا سړی د حق څخه بې لارې شوی او د هغه څخه ډیر زیات لرې شوی؛ ځکه چې ده خالق او مخلوق سره برابر کړي دي.