Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 119 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 119 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَلَأُضِلَّنَّهُمْ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الْأَنْعَامِ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ ۚ وَمَنْ يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُبِينًا 119
ترجمه:
او زه به خامخا لازمًا هغوى ګمراه كوم او زه به خامخا لازمًا هغوى په ارزوګانو كې اچوم او زه به خامخا لازمًا هغوى ته حكم كوم، بیا به هغوى خامخا د څارویو غوږونه څیروي او زه به خامخا هغوى ته حكم كوم، نو هغوى به ارومرو د الله په تخلیق كې تغییر (بدلون) راولي او چا چې له الله نه غیر شیطان دوست ونیوه، نو یقینًا هغه تاواني شو، ښكاره تاواني كېدل النساء ۴:۱۱۹
تفسیر:
او خامخا به زه بندوم دوی ستا له نیغې لارې څخه، او خامخا اچوم به دوی ته ارزوګانې په دروغجنو وعدو سره هغه چې دوی ته خپله ګمراهې خایسته کوي، او خامخا امر به کوم دوی ته په غوڅولو د غوږونو د څارویو لپاره د حرامولو د هغه څه چې الله تعالی حلال کړي، او خامخا زه به امر کوم دوی ته په بدلولو د پیدايښت د الله تعالی او د هغه په فطرت (دین)، او هر هغه څوک چې ونیسې شیطان لره په دوستۍ چې دوستي ورسره کوي او تابعداري يې کوي نو یقینا تاوان یې وکړ په تاوان ښکاره سره له وجې د دوستۍ کولو نه د رټلي شوي شیطان سره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 118 راتلونکې النساء • آیت 120