Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 140 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 140 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوا مَعَهُمْ حَتَّىٰ يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ ۚ إِنَّكُمْ إِذًا مِثْلُهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا 140
ترجمه:
او یقینًا هغه (الله) پر تاسو باندې په كتاب كې دا (حكم) نازل كړى دى چې كله تاسو د الله ایتونه واورئ، چې په هغو سره كفر كېږي او په هغو پورې مسخرې كېږي، نو تاسو له هغوى (كفر او استهزا كوونكو) سره مه كېنئ تر دې چې هغوى له دې نه علاوه (په نورو) خبرو كې مشغوله شي، بېشكه تاسو په دغه وخت كې د هغوى په شان یئ، بېشكه الله منافقانو او كافرانو ټولو لره په جهنم كې راجمع كوونكى دى النساء ۴:۱۴۰
تفسیر:
او په تحقیق سره رالیږلي و الله تعالی په تاسو -ای مومنانو- په قران کریم کې دا چې کله تاسو کینئ په یو مجلس کې او واورئ په دې کې د هغه چا خبرې چې کفر کوي په الله تعالی او د هغه په آیتونو مسخرې کوي؛ نو پس واجب دې په تاسو باندې پریښودل د کیناستلو د هغوی سره او ګرځیدل د هغوی د مجلسونو څخه، تر دې چې خبرې وکړي نورې خبرې پرته د کفر کولو نه د الله تعالی په آیتونو او د مسخره کولو نه په هغې باندې، تاسو که په دغه وخت کې ورسره کیناستئ په حالت د کفر کولو په آیتونو د الله تعالی او په حالت د مسخرو کولو په هغې باندې وروسته د اوریدلو ستاسو نه هغې لره نو تاسو به هم د هغوی په شان شئ په خلاف کولو کې د حکم د الله تعالی؛ ځکه چې تاسو د الله تعالی نافرمانې کړې په کیناستلو ستاسو لکه څرنګه چې هغوی په کفر کولو سره د الله تعالی نافرماني کړې ده، بیشکه الله تعالی به خامخا راجمع کړي منافقان هغه کسان چې اسلام ښکاره کوي او کفر پټوي د کافرانو سره په اور د جهنم کې د قیامت په ورځ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 139 راتلونکې النساء • آیت 141