Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 142 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 142 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَىٰ يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا 142
ترجمه:
بېشكه منافقان له الله سره دوكه كوي او الله له دوى سره دوكه كوونكى دى او كله چې دوى لمانځه ته پاڅېږي (، نو) سست (كاهلان) پاڅېږي، خلقو ته ځانونه ښیي او الله نه یادوى مګر ډېر ل النساء ۴:۱۴۲
تفسیر:
پرته له شکه منافقان د ايمان په ښکارولو او کفر په پټلو الله ته دوکه ورکوي او هغه د دوی د دوکې ځواب ورکوي، چې د هغوی د کفر سربېره یې وينې خوندي کوي او په آخرت کې سخته سزا ورته چمتو کوي، هغوی چې کله لمانځه ته پورته کيږي؛ نو له لمانځه کرکه کوونکي پورته کيږي، يوازې خلکو ته ځانونه ښايي او له هغوی درناوی غواړي، له الله سره اخلاص نه کوي او الله نه يادوي مګر ډېر کم چې کله مومنان وويني.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 141 راتلونکې النساء • آیت 143