Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 150 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 150 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَنْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَنْ يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَٰلِكَ سَبِيلًا 150
ترجمه:
بېشكه هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو كافران كېږي او دوى غواړي چې د الله او د هغه د رسولانو په مینځ كې بېلتون وكړي او دوى وايي چې مونږ په ځینو ایمان راوړو او په ځینو كافر كېږو او دوى غواړي چې د دې (اسلام او كفر) په مینځ كې (بله) لار ونیسي النساء ۴:۱۵۰
تفسیر:
پرته له شکه هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی او غواړي د الله او د هغه د رسولانو ترمنځ بېلوالی راولي داسې چې پر هغه ايمان راوړي او رسولان يې درواغجن ګڼي او وايي: موږ پر ځينو رسولانو ايمان لرو او له ځينو يې نټه کوو او غواړي د کفر او ايمان ترمنځ لار غوره کړي، هغوی هسې وهم کوي چې دغه لار به يې خوندي کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 149 راتلونکې النساء • آیت 151