Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 16 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 16 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَاللَّذَانِ يَأْتِيَانِهَا مِنْكُمْ فَآذُوهُمَا ۖ فَإِنْ تَابَا وَأَصْلَحَا فَأَعْرِضُوا عَنْهُمَا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ تَوَّابًا رَحِيمًا 16
ترجمه:
او په تاسو كې چې كوم دوه كسان دا (بدكاري) كوي، نو هغوى دواړو ته تكلیف ورسوئ، بیا كه دوى توبه ووېسته او د ځان اصلاح يې وكړه، نو تاسو له دوى نه مخ واړوئ، بېشكه الله ډېر توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى النساء ۴:۱۶
تفسیر:
او هغه دوه کسان چې د زنا يا لواطت بدکاري وکړي له سړو څخه -که واده یې کړی وي او که نه یې وي کړی- نو سزا ورکړئ هغوي ته په ژبه او په لاس چې کوم یو شی دوی سپکوي او رټي يې، نو که چیرته دوی د خپل بدکار څخه واوښتل، او خپل اعمال يې برابر کړل؛ نو تاسو هغوی ته د بد رد څخه مخ واړوئ؛ ځکه چې د ګناه څخه توبه ویستونکی داسي وي لکه بیخي چې يې ګناه نه وي کړي، بیشکه الله تعالی ډیر توبه قبلوونکی دی په هغه چا باندې چې توبه وباسي د هغه له بندګانو څخه، مهربانه دی په هغوی باندې. او په دې ډول سزا باندې بسنه کول اول د اسلام کې وو، بیا وروسته منسوخ شو په وهلو او جلاوطنۍ سره د غیر واده شوي او په رجم کولو (کاڼو ویشتلو) د واده شوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 15 راتلونکې النساء • آیت 17