او تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ او له مور او پلار سره ښېګڼه كوئ او له خپلوانو سره او یتیمانو او مسكینانو سره او له خپلوان ګاونډي سره او د څنګ له ګاونډي سره او د څنګ له ملګري سره او له مسافر سره او له خپلو وینځو، مریانو سره (ښېګڼه كوئ) بېشكه الله نه خوښوي هغه چا لره چې كبرجن، ډېر فخر كوونكى وي النساء ۴:۳۶ ⧉
تفسیر:
يوازې الله ته په غاړه اېښودلو عبادت وکړئ او له هغه سره بل څوک مه لمانخئ، له مور او پلار سره په درناوي او ښېګڼه کولو ښه چلند کوئ، له خپلوانو، يتيمانو او اړمنو سره ښه چلند کوئ، له هغه ګاونډي سره چې خپلوي ورسره لرئ او يا هغه چې خپلوي ورسره نه لرئ نيکي کوئ، پر لار له ملګري سره مو ښه چلند کوئ، له هغه ناپېژانده مسافر سره چې لاره يې اوږده وي ښه چلند کوئ، او له خپلو مرېيانو سره ښه چلند کوئ، پرته له شکه الله هغه څوک نه خوښوي چې پر ځان غره وي او پر بنده ګانو يې لويي کوونکی او پر خلکو د وياړ په ډول د ځان ستايونکی وي.