Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 66 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 66 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ اقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ أَوِ اخْرُجُوا مِنْ دِيَارِكُمْ مَا فَعَلُوهُ إِلَّا قَلِيلٌ مِنْهُمْ ۖ وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُوا مَا يُوعَظُونَ بِهِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتًا 66
ترجمه:
او كه په رښتیا مونږه په دوى باندې دا فرض كړي وَى چې خپل ځانونه قتل كړئ، یا له خپلو كورونو نه ووځئ (، نو) دا كار به نه و كړى مګر په دوى كې ډېرو لږو (خلقو) او كه په رښتیا دوى هغه كار كړى وَى د څه چې ورته نصیحت كېږي (، نو) دا به د دوى لپاره یقینًا ډېر غوره و، او د كلكوالي په لحاظ به ډېر سخت و النساء ۴:۶۶
تفسیر:
او که چیرته مونږ په دوئ باندې فرض کړی وی وژل یو بل لره، او یا وتل د خپلو کورونو څخه؛ نو زمونږ خبره به نه وي عملی کړی مګر لږو کسانو د دوی څخه، نو د الله تعالی ثنا دې ووایې چې دوئ یې نه دې مکلف کړي په هغه څه چې په دوی باندې سختیږي، او که چیرته دوی کړی وی هغه چې پند پرې ورکولی شي د الله تعالی د تابعدارۍ څخه نو دا به غوره وی د نافرمانۍ څخه، او ډیر کلکوونکی به وي د دوی ایمان لره، او خامخا مونږ به ورکړی وی دوی ته د خپل طرف نه ثواب لوی، او مونږ به توفیق ورکړی و دوی ته هغې لارې ته چې رسیدونکې ده الله تعالی ته او د هغه جنتونو ته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 65 راتلونکې النساء • آیت 67