Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 78 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 78 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


أَيْنَمَا تَكُونُوا يُدْرِكْكُمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنْتُمْ فِي بُرُوجٍ مُشَيَّدَةٍ ۗ وَإِنْ تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌ يَقُولُوا هَٰذِهِ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ ۖ وَإِنْ تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَقُولُوا هَٰذِهِ مِنْ عِنْدِكَ ۚ قُلْ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ ۖ فَمَالِ هَٰؤُلَاءِ الْقَوْمِ لَا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ حَدِيثًا 78
ترجمه:
تاسو چې په هر ځاى كې یئ، مرګ به تاسو رالاندې كړي، اګر كه تاسو په سختو مضبوط كړى شويو قلاګانو كې يئ، او كه چېرې په دوى څه خوشحالي راشي (، نو) وايي: دا د الله له جانبه ده او كه په دوى څه سختي راشي (، نو) وايي: (اى نبي!) دا ستا له طرفه ده۔، ته (ورته) ووایه: دا هر څه (خوشحالي او تكلیف) د الله له خوا دي، نو په دې قوم څه شوي دي چې نژدي نه دي چې په څه خبره پوه شي النساء ۴:۷۸
تفسیر:
په کوم ځاې کې چې یاست نو مرګ به تاسو ته دررسیږي کله مو چې نیټه راورسیده، او اګر که په بندو قصرونو کې یاست د جنګ د میدان څخه لرې، او که چیرته دې منافقانو ته د خوشحالۍ څه خبر ورورسیږي د بچو او ډیر رزق نه وايې دوی: دا د الله تعالی له طرفه دی، او که چیرته ورته سخته ورسیږي په بچو او یا روزی کې؛ بد پالي نیسي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم باره کې او وايې: دا تکلیف مونږ ته ستا په وجه راورسیده، ته -ای پیغمبره- رد وکړه په دوی باندې او ورته ووایه: ټولی خوشحالیاني او تکلیفونه د الله تعالی په قضا او تقدیر باندې دي، نو بس څه دي دې خلکو لره چې دا خبري کوي نه دی نژدی چې پوهه شي ستا په خبره؟!
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 77 راتلونکې النساء • آیت 79