اى زما قومه! نن ورځ ستاسو بادشاهي ده، په داسې حال كې چې په ځمكه كې غالب يئ، نو مونږ به د الله له عذاب نه څوك بچ كوي كه هغه پر مونږ راشي؟ فرعون وویل: زه تاسو ته نه ښیم مګر هغه خبره چې زه يې وینم او زه تاسو ته ښودنه نه كوم مګر د سمې درستې لارې غافر ۴۰:۲۹ ⧉
تفسیر:
ای زما قومه! نن تاسو لره پاچايي ده او د مصر په ځمکه کې برلاسي ياست، که د موسی د وژلو له امله موږته د الله عذاب راشي، څوک به مو مرسته وکړي؟! فرعون وويل: رایه به زما رايه وي او پرېکړه به زما پرېکړه وي، زما رايه داده چې موسی ووژنم، ترڅو د شر او فساد مخه ونيول شي، او زه يوازې د سم او حق لوري ته مو لارښوونه کوم.