Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 31 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 31 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


مِثْلَ دَأْبِ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَالَّذِينَ مِنْ بَعْدِهِمْ ۚ وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِلْعِبَادِ 31
ترجمه:
د نوح د قوم او عادیانو او ثمودیانو او د هغو كسانو د حال له مثل نه چې له دوى نه وروسته وو او الله په بنده ګانو د هېڅ ظلم اراده نه كوي غافر ۴۰:۳۱
تفسیر:
لکه د هغه چا عادت چې کفر يې کړی او رسولان يې درواغجن ګڼلي دي، د نوح د قوم، عاد، ثمود او هغو خلکو غوندې چې له هغوی وروسته وو، پرته له شکه الله هغوی د خپل کفر او د رسولانو د درواغ ګڼلو له امله تباه کړل، او الله بندګانو لره ظلم نه خوښوي، او يوازې د هغوی د ګناهونو له امله پوره پوره سزا ورکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 30 راتلونکې غافر • آیت 32