Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 5 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَالْأَحْزَابُ مِنْ بَعْدِهِمْ ۖ وَهَمَّتْ كُلُّ أُمَّةٍ بِرَسُولِهِمْ لِيَأْخُذُوهُ ۖ وَجَادَلُوا بِالْبَاطِلِ لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ فَأَخَذْتُهُمْ ۖ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ 5
ترجمه:
له دغو (قریشو) نه مخكې د نوح قوم تكذیب كړى و او د دوى (قوم نوح) نه وروسته نورو ډلو (هم) او هر یو امت د خپل رسول په باره كې اراده وكړه چې هغه راګېر كړي او دوى په باطله سره جګړې وكړي، د دې لپاره چې په دغه (باطل) سره حق ختم (او زايله) كړي، نو ما دوى ونیول، بیا نو زما سزا وركول څنګه وو؟ غافر ۴۰:۵
تفسیر:
له دې مخکې د نوح قوم دا خبره درواغ وګڼله، د نوح له قوم وروسته نورو ډلو درواغ وګڼله، عاديانو ثموديانو، د لوط قوم او د مدين خلکو درواغ وګڼله، فرعون درواغ وګڼله، او له امتونو هر امت د خپل رسول د رانيولو هوډ وکړ چې ويې وژني، او په ورسره باطل يې جګړه کوله ترڅو حق پرې له منځه يوسي، نو دغه ټول امتونه مې را ونيول، فکر وکړه چې هغوی لره زما سزا څنګه وه، ډېره سخته سزا وه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 4 راتلونکې غافر • آیت 6