او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم. بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي غافر ۴۰:۶۰ ⧉
تفسیر:
او ای خلکو! ستاسو پالونکي ويلي دي: په غوښتنه او بنده ګۍ کې مې يوازې وګڼئ، بلنه به مو ومنم او بښنه به درته وکړم او لورېينه به درباندې وکړم، بېشکه هغه کسان چې په بنده ګۍ کې زما له يووالي لويي کوي ژر به د قيامت په ورځ هغوی خوار او سپک دوزخ ته ننوځي.