ایا تا هغه كسان نه دي لیدلي چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي، كوم طرف ته دوى ګرځولى شي؟ غافر ۴۰:۶۹ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! تا هغه خلک نه دي ليدلي چې د الله په آيتونو کې جګړې کوي د هغو د څرګندوالي سربېره هغه درواغ ګڼي، د هغوی پر حال به تعجب وکړې، په داسې حال کې چې هغوی له حقه مخ اړوي سره له دې چې هغه څرګند دی.