له الله نه غیر؟ دوى به ووايي: هغه زمونږ نه ورك شول، بلكې مونږ له دې نه مخكې هېڅ شى نه باله، همداسې الله كافرانو لره ګمراه كوي غافر ۴۰:۷۴ ⧉
تفسیر:
له الله پرته ستاسو هغه بوتان چې نه ګټه او نه زيان رسولای شي؟! کافران به ووايي: له موږ ورک شول، نو موږ يې نه وينو، بلکې موږ په دنيا کې د داسې شي عبادت نه دی کړی چې هغه یې لایق وو، د دغو د لارورکۍ غوندې الله په هرځای او هر وخت کې کافران له حقه لارورکي کوي.