Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 82 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 82 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَمَا أَغْنَىٰ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ 82
ترجمه:
ایا نو دوى په ځمكه كې ګرځېدلي نه دي، پس چې دوى كتلي وى چې د هغو خلقو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، هغوى له دوى نه زیات وو او د قوت او په ځمكه كې د نښو په لحاظ ډېر سخت وو، نو د دوى هېڅ په كار رانغلل هغه څه چې دوى به ګټل غافر ۴۰:۸۲
تفسیر:
آيا دغه درواغ ګڼونکي په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي چې فکر يې کړی وای، چې له هغوی مخکې د درواغ ګڼونکو امتونو پايله څنګه وه چې پند يې ترې اخېستی وای؟! دغه امتونه له هغوی څخه د مالونو له پلوه زيات او ځواک له پلوه پياوړي او په ځمکه کې د اغېزو له پلوه سخت وو، خو له هغوی يې ترلاسه کړي ځواک څه ونه ګرځول، کله چې هغوی ته د الله تباه کوونکی عذاب راغی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 81 راتلونکې غافر • آیت 83