Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فصلت — آیت 10 (پښتو) — ویډیو

فصلت • آیت نمبر 10 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِنْ فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَاءً لِلسَّائِلِينَ 10
ترجمه:
او دغه (الله) په دغې (ځمكه) كې د دې له پاسه غرونه كېښودل او په هغې كې يې بركت واچوه او په هغې كې يې د دې (د اوسېدونكو) روزي مقدره (په اندازه) كړه په څلورو ورځو كې، په داسې حال كې چې د تپوس كوونكو لپاره برابر دي فصلت ۴۱:۱۰
تفسیر:
او په هغې کې يې د پاسه ثابت غرونه پيدا کړل چې ثابته يې کړي، ترڅو ونه خوځيږي او برکت يې پکې واچوی؛ نو هغه يې د اوسېدونکو لپاره تلپاتې خير والا وګرځوله او د خلکو او څارويو غلې دانې يې پکې اندازه کړې په څلورو ورځو کې چې د دوو مخکېنيو ورځو سې شنبې او چهارشنبې لپاره بشپړوونکې وې، برابره خبره ده د هغه چا لپاره چې غواړي په اړه یې پوښتنه وکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فصلت • آیت 9 راتلونکې فصلت • آیت 11