Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فصلت — آیت 12 (پښتو) — ویډیو

فصلت • آیت نمبر 12 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ وَأَوْحَىٰ فِي كُلِّ سَمَاءٍ أَمْرَهَا ۚ وَزَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ 12
ترجمه:
نو دغه يې په دوه ورځو كې اوه اسمانونه جوړ كړل او په هر اسمان كې يې د هغه د (مناسب) كار وحي وكړه او مونږ تر ټولو نژدې اسمان په ډېوو (د ستورو) سره ښكلى كړ او (دغه مو وساته) په ښې ساتنې سره، دغه د ډېر غالب، ښه پوه ذات اندازه كول دي فصلت ۴۱:۱۲
تفسیر:
نو الله د آسمانونو جوړښت په دوو ورځو کې بشپړ کړ، د پنجشنبې او جمعې په ورځ کې، په همدې سره د آسمانونو او ځمکې پيدايښت په شپږو ورځو کې پای ته ورسېدلو، او الله په هر آسمان کې چې څه ټاکل اود کومې پيروۍ او عبادت امر يې چې کولو پکې وحي يې کړل، او د دنيا آسمان مو په ستورو ښايسته کړ، او آسمان مو د شيطانانو د غوږ نيونې پرې خوندي کړ، دغه ټول ياد شوي د هغه برلاسي تقدير دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، پر مخلوق يې ښه پوه دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فصلت • آیت 11 راتلونکې فصلت • آیت 13